امریکا افغانستان کې خپل ۹۸۰۰ عسکر پرېږدينشرونکی:محمود خوځښتبرخه:
الجـــــــهاد فی سبیل الله
امریکا افغانستان کې خپل ۹۸۰۰ عسکر پرېږدينشرونکی:محمود خوځښتبرخه:
ساعت 11:58 | بازدید : 1017 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

پرېکړه کړې، چې د روان ۲۰۱۵ز کال تر پايه افغانستان کې خپل ۹۸۰۰ عسکر پرېږدي او د راتلونکي کال لپاره به وروسته پرېکړه وکړي، چېد حالاتو له مخې څومره امريکايي عسکرو ته اړتيا ده.دا څرګندونې د امريکا ولسمشر بارک اوما د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره سپينه ماڼۍ کې له ليدو وروسته د ګډ کنفرانس په ترڅ کې وکړې.امريکا د خپل اعلان شوي پلان له مخې ويلي و، چې د ۲۰۱۵ز کال په وروستيو کې به له افغانستانه د امريکا ۹۸۰۰ عسکر په تدريجي توګه وځي او يوازې پنځه زره پنځه عسکر به پاتې وي.اوباما دا پرېکړه د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال د جګړې د پای ته رسولو د ژمنې د پوره کولو په موخه کړې وه، مګر د ګډ حکومت دواړو مشرانو واک ته له رسېدو سره له امريکايي چارواکو بيا بيا غوښتنه کوله، چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د وېستو په پلان بيا کتنه وکړي او له افغانستانه خپلعسکر ونه باسي.اوس چې د ګډ حکومت دواړه مشران واشنګټن کې ديد امريکا له ولسمشره يې غوښتنه کړې، چې خپل عسکر له افغانستانه ونه باسي او اوباما هم د ګډ کنفرانس په ترڅ کې وويل، چې د اشرف غني او عبدالله په ټينګار او غوښتنه يې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ويستلو پلان کې بدلون راوستی او د روان کال تر پايه به ۹۸۰۰ امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي او د راتلونکي لپاره به د حالاتو له مخې پرېکړه وکړي.اوباما د خبري غونډې پر مهال وويل: »افغانستان اوس هم يو خطرناک هېواد دی او له همدې امله مو پرېکړه کړې، چې د روان کال تر پايه به امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې وي.«اوباما وويل، چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ نوي افغان حکومت او امريکا د اړيکو نوی باب پرانستل شوی دی. د ګډ حکومت مشر اشرف غني وويل، چې له افغانستانه د امريکايي عسکرو د ويستلوپلان کې بدلون ته هرکلی وايي او د امريکايي عسکرو شتون د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپارهډېر ګټور دی.»ستونزو او کړاوونو دواړه يو ځای کړي يو او دښمن مو هم شريک دی.«د لويديزو رسنيو له قوله اوباما سره له ليدو يوه ورځ وړاندې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امريکا دفاع وزارت پينټاګون ته ولاړ او هلته يې افغانستان کې وژل شوو امريکايي عسکرو ته خپل عقيدت او درناوی وړاندې کړ او له امريکايي چارواکو يې مننهوکړه، چې د افغانستان مرسته کوي.اشرف غني زياته کړه: »تاسې هر يو په افغانستان کې يو ميراث پرېښئ او په همدې څوارلس کلنه جګړه کې له ۲۲۰۰ زيات امريکايي عسکر وژل شوي او له شلو زرو زيات ټپيان شوي او موږ ستاسې د خدمتونو او قربانيو مننه او درناوی کوو.«له اوږدو ټاکنيزو شخړو او ناندريو وروسته د امريکاد بهرنيو چارو وزير جان کېري په منځګړيتوب، چې اشرف غني او عبدالله د ملي حکومت مشران شول، له امريکا سره يې اړيکې ډېرې ښې دي او د همدې اړيکو لومړی پیل يې د واک په سبا امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړ.پخواني ولسمشر حامد کرزي امريکا سره د امنيتي تړون له لاسليکولو انکار کړی و او دا کار يې د غلامۍ تړون او د افغانستان په زيان يې باله، مګر د ګډ حکومت دواړو مشرانو د واک د تر لاسه کولو په سبا امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ.



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 21
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 30
بازدید ماه : 529
بازدید کل : 68842
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 21
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 30
:: بازدید ماه : 529
:: بازدید سال : 5816
:: بازدید کلی : 68842